ایکنانیوز له کربلا راپور راکوی،د عراق د مسلمانو علماوو د ټولنې عمومي منشي، شیخ محمد علي محمد الغریري، په دې تړاو وویل :مونږ له حرم حسيني او حرم عباسي سره واټن نه لرو؛ مونږ د همدې خاورې بچیان یوو، او باور لرو چې زمونږ میراث او خوندیتوب له همدې مقدسو آستانو څخه پیلېږي، له هماغه ځایه چې امام حسین شتون لري.
نوموړي زیاته کړه:مونږ د محرم په وروستۍ ورځ د تعزیت لپاره راغلي یو. مونږ، د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین (ع) او د هغه ورور حضرت ابوالفضل العباس (ع) تر څنګ، خپل زخمونه التیاموو. نن مونږ هغو کسانو ته پیغام لېږو چې پر مونږ تهمتونه لګوي، چې ،مونږ یو ملت یو، متحد او یو زړه ملت."
شیخ الغریري وویل: زمونږ دیني مراجع زمونږ د ملت بیرغونه دي، او تل ئې د یووالي هڅه کړې ده. که د دیني مراجعو شتون نه وای، نومونږ به تر دې بریده امنیت، روغتیا، مینه او وروري نه لرله."
هغه وویل: نن مونږ د خپلو عزتمندو مشرانو مېلمانه یو، او ان شاء الله، له دې لېدنې به محروم نه شو. عراقیان تل د فلسطین او غزې تر څنګ ولاړ دي. د عراق دیني مراجع، که شيعه وي او که سني، ټولو د فلسطین ملاتړ اعلان کړی دی."
الغریري دا هم وویل:
اشغالګر رژیم اسرائیل، دوه میلیونه کسان کلابند کړي، ماشومان له لوږې مري. دا مونږ ته د عراق د ناعادلانه کلابندئ شپې ورځې راپه زړه کوي. نن ورځ هم د هغې ورځې په څېر ده. مونږ له خپلو دیني مراجعو او د امام حسین (ع) له پاڅون څخه دا اراده زده کوو، چې د کمزوري ملاتړ د هر توان لرونکي انسان دنده ده، که هغه یوازې په یو ټکی وي یا د عمل له لارې. دا زمونږ هیله ده، چې خدای دې دا بلا له غزې، عراق او ټول مسلمان هېوادونو لیري کړي، او د محرم د بَرکتي شپو ورځو په برکت دې مسلمانان په امنیت او آرام کې ژوند وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4296494